دا څو ورځې په ځينو ویب پاڼو کې د پرانیستو لیکونو او بیا یې د ځوابونو لړۍ پیل شوې ده، دا چې دغه لیکونه او بیا یې ځوابونه تر کومه سم او تر کومه ناسم دي، په دې اړه څه ویل نه غواړم، اونه هم غواړم چې دا لیکنه دې چا ته پرانیستی او بند لیک او یا د چا د پرانیستي لیک او بند ځواب شي، یوازې او یوازې د خپل هېواد او مسلمان ولس د دردونو او ټپونو د علاج په موخه یو څو ځمکني واقعیتونه د ګرانو لوستونکو مخې ته ږدم، تر څو که وي چې د واقعیتونو په نظر کې نیولو سره حقایق درک او په اړه یې مثبت ګامونه پورته شي.
په دې هر مثقف مسلمان پوهېږي چې د اسلام په مبارک دین کې واک او حکم د اسلام د مبارک دین د تنفیذ او خپرېدو لپاره وسیله دی، نه د شخصي او ګوندي اغراضو لپاره، په حقیقت کې دا ټول د الله جل جلاله د رضا لپاره دي، هغوی چې دې لوړ هدف ته د رسېدو په لاره کې هڅې کوي، ستونزې او ربړې ګالي، سرونه ښندي، وینې تویوي، ځاني او مالي قربانۍ ورکوي، دا ټول تر نیت پورې تړاو لري، او د الله جل جلاله په وړاندې هغه وخت د قدر وړ، او بدله یې مومي چې نیت خالص وي. په ښکاره هېڅوک د چا د اخلاص او نه اخلاص په اړه پرېکړه نشي کولی، که څه هم چې ظاهري کړنې یې تر یو ځایه نیت څرګندولی شي، په کوم چې د اسلامي قانون له مخې د یو چا په اړه د ريښتینولۍ او نه ريښتینولۍ پرېکړه کېدای شي.
په دې کې څوک شک نه لري چې په یوه اسلامي ټولنه کې حاکم او امیر باید د مسلمانانو په خوښه وي، البته اختلاف به په دې کې وي چې د مسلمانانو خوښه په څه ډول او کله؟ همدا ډول انتخابات چې ځینې یې واک ته د رسېدو لپاره یوازینۍ اغیزناکه او ګټوره لار ګڼې، که څه هم چې په دې اړه د علماوو اختلاف شته، باید څو ټکي په پام کې ونیول شي:
لومړی: په نني وخت کې چې تقریبا په ټوله نړۍ خصوصا اسلامي نړۍ د کفري اشغال توره کمبله په یو ډول نه په یو ډول غوړېدلې ده، د چا یې هېوادونه اشغال کړي! د چا یې فکرونه او ټولنې اشغال کړي! چې دا تر ټولو خطرناک اشغال دی، او د چا یې حاکمان او مشران اشغال کړي! آیا په داسې یو حالت کې شونې ده چې هغه ډول انتخابات تر سره شي کوم چې ځینې یې یوازې لیکلی شي، د صحابهء کرامو وخت ته یې منسوبولی شي! خو په اوسني وخت کې یې د پلي کېدو د تضمین ټټر په هېڅ ډول نشي وهلی؟
دوهم: هغوی چې د انتخاباتو نارې وهي، څه فکر کوي چې انتخابات باید له کومه ځایه پیل شي؟ د کلي او ګوند له مشر نه رانیولې بیا د هېواد تر مشره؟ که نه انتخابات یوازې د هېواد د مشر لپاره؟ یو ملک او خان که پرته له انتخاباتو د کلي او سیمې مشري د خپل عمر تر پایه کوي، او که دی مړ کېږي مشري یې میراثي کېږي، او یا د کوم ګوند مشر دا ډول لوبه کوي، هغوی چې انتخابات د اسلام د مبارک دین اصل ګڼي په دې اړه څه وايي؟
که یې نظر دا وي چې انتخابات باید یوازې د هېواد د مشرۍ لپاره وشي، نه د کلي او ګوند دمشرۍ لپاره باید په دې اړه خلکو ته قناعت ور کړي، او که وايي چې نه، د ټولو لپاره باید وشي، نو بیا چې خپله یې نه کوي او یا یې نه دي کړي، او یا یې نشي کولی! خلکو ته د خپل قول او عمل تر منځ د واټن د شتون په اړه څه ځواب لري؟ او عملا څه ډول قناعت ور کولی شي؟
که ځواب دا وي چې شرایط مساعد نه وو! یا نه دي! او یا به مساعد نه شي! چې د یو کلي او یو ګوند د مشرۍ لپاره چې هر څه یې محدود دي، د کلونو کلونو لپاره د انتخاباتو شرایط مساعد نه وي،او یا نشي مساعد کېدای! څه ډول شونې ده چې د یو هېواد د مشرۍ لپاره دې مساعد وي، او یا دې په یو کلونو کې مساعد شي؟
دریم: په دې هم هر بادرده مسلمان که په علمي توګه نه وي په عملي توګه پوهېږي چې د غربۍ دیموکراسۍ انتخابات په هېڅ ډول زمونږ افغانانو له اسلامي ټولنې سره سر نه خوري، او نه هم دا ډول انتخابات د اسلام د مبارک دین له مخې جواز لري، هغه انتخابات چې ځينې علمای کرام یې جواز ور کوي، او په دې اړه دلایل وړاندې کوي، او دصحابهء کرامو د ژوند بېلګې وړاندې کوي، هغوی هم په هېڅ ډول په اسلامي ټولنو کې د غربي انتخاباتو په جواز قایل نه دي.
په اسلامي انتخاباتو کې د مشرۍ لپاره، اسلام، نارینتوب، بلوغ، عقل، عدالت، تقوی، تدبیر، توانمندي، ټینګ عزم او پخه اراده مهم شرطونه دي، خو په غربي انتخاباتو کې د انساني کرامت پر بنسټ هېڅ اصل او اساس نشته، که نر وي که ښځه، که شراب خوري، که فاحش وي، که ظالم وي که فاسق، که ډم وي که جولا هر څوک کولی شي د ټولنې د مشرۍ لپاره ځان کاندید کړي! خو په دې شرط چې مسلمان نه وي!! او که مسلمان هم وي اسلامي احکام نه بلکې کفري احکام به تنفیذوي!!
همدا اوس په ټولو هغو اسلامي هېوادونو کې چې انتخابات پکې تر سره کېږي له بلوغ پرته، او په ځینو کې یې له په نامه مسلمانۍ پرته کوم شرط په نظر کې نیول کېږي؟ د افغاني انتخاباتو لپاره خو یو وخت ډمانو هم لکۍ خوځولې، او ځینو ځینو ډولونه ورته وهل! که لوبې همداسې ځغاسته کوله، لېرې نه ده چې ډمان او ډمانې د افغانانو د مشرۍ لپاره راوړاندې شي! الله دې داسې حالت نه راولي!
زلمی هېواد وال
افغانستان